خواخوږۍ پيغام
دميدان ځوانانودټولنې دميدان ځوانانودټولنې

څومره ظالم يې مرګه دومره صبرهم نكوې
چې يې دزړه ناغوړېدلې هيلې وغــوړېږي

په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دهېواد ځوان شاعر، ليکوال اوژورنالست،په هرات ولايت کې دسپينې ادې دادبي اوکاتوري ټولنې مرستيال اودهريرود مجلې مسوول چلوونکي محمدنعيم افغان والدصيب له  فاني نړۍ څخه سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دتل لپاره دپاى ټكى اېښی دی.

انالله وانا اليه راجعون

ارواښاددژوندتر وروستۍ شېبې پورې دخپلوخلکوپه خدمت کې پاتې شوی او دهغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه،نن جمعه دمبارکې جمعې دمياشتې پرلسمه دچمن .په ښارکې ماذديګردڅلوروبجوپه شاوخواکې ځان حق ته سپارلی دی.

دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه په دغه سترويركې ځان ښاغلي افغان او ددوي له کورنۍ سره شريك بولي،ارواښاد ته دلوي خداى (ج) له دربارڅخه فردوس جنت او پاتې شونوته يې دجميل صبر غوښتنه کوي.

په خواخوږۍ

انجينيرهمت الله امين زى

دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشر


August 25th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.







پيام تسليت شما


  • پيام شما پس از بازبینی منتشر خواهد شد.


نام (لازم):
پست الکترونیکی (نمایش داده نمیشود):
پيام شما:
 
 
مشعل